نورستان ولایت کې د ۲ بابه ښوونځيو جوړولو لپاره ۷ جرېبه ځمکه وقف شوه
د نورستان ولایت اړوند مندول ولسوالۍ پوهنې مینه والو د پوهنې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له خپلو شخصي شتمنیو څخه ۷.۵ جرېبه ځمکه، په لینر او کویشت ولسوالیو کې د ۲ بابه ښوونځيو جوړولو لپاره وقف کړه، چې د یاد ولایت پوهنې ریاست سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده چې د کویشت کلي علم پروره اوسېدونکو د ښوونځي لپاره د ۸ نویو درسي خونو جوړولو کار هم پیل کړی دی، چې لګښت یې ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د خلکو له ملاتړ هرکلی کوي او د یاد ښوونځي جوړولو لپاره یې د مندول ولسوالۍ د خلکو له مرستې ستاینه وکړه.
