هرات ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د نویو درسي خونو جوړولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ اړوند تورغونډۍ ښارګوټي لېسې لپاره د ۶ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې، د ځایی خلکو له خوا د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت سره پیل شوې دي.
په ورته وخت کې ځایی اوسېدونکي وايي چې د دوی له دغه اقدام څخه اساسي موخه، د زدهکوونکو لپاره د مناسب ښوونیز او روزنیز چاپېریال چمتو کول دي.
د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله «جابر» د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ ښارګوټي د اوسېدونکو له دغه خیریه اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل: عامه مرستو د پوهنې په پراختیا کې رغنده رول لوبولی دی او د پوهنې وزارت تل هڅه کوي چې د ټولنې له ټولو برخو سره نږدې اړیکې رامنځته کړي، تر څو د پوهنیز وضعیت لاپسې پیاوړی شي.