په غزني ولايت کې ديوه ښوونځي په انګړ کې درې بابه درسي ټولګي جوړېږي
د غزني ولايت چارواکي وايي: د یاد ولايت مقر ولسوالۍ اړوند د "دري زبان" ښوونځي انګړ کې، د ۵۰۰ زره افغانيو په لګښت، د ۲۰۰ تنو زده کوونکو د استفادې په موخه، درې بابه درسي ټولګي جوړوي.
په پام کې ده، چې د یاد ښوونځي د شورا په مرسته د څښاک پاکو اوبو سیسټم هم زده کوونکو ته فعال شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د مقر ولسوالۍ د علم پاله خلکو د مرستې له امله خوښي څرګندوي او مننه کوي.