په غزني ولایت کې ۲ بابه ښوونځي تر بیارغونې وروسته بیاځلې پرانیستل شول
د غزني ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د زرسنګ لېسه او د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شهید سیدغلام آغا منځنی ښوونځی ترمیم او بیاځلې پرانیست.
د پورته ذکرشویو ښوونځيو په بیارغونه کې د درسي خونو چتونه، کړکۍ، دروازې، زینې، مېزونه او څوکۍ شاملې دي، چې په پایله کې یې د زدهکوونکو لپاره معیاري درسي چاپېریال چمتو شو.
