په فراه ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د فراه ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۳ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت چارواکو وویل: پوهنې وزارت د هېواد د ټولو بچیانو لپاره ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او یاد راستنېدونکي زده کوونکي به د هفوی له سویې سره سم ښوونځیو ته معرفي او جذب شي.