په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانیزې چارې بشپړې شوې

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د راستنېدونکو کډوالو په ښارګوټي کې، د صلاح الدین ایوبي لومړني ښوونځي ودانۍ، د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده ودانۍ چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، کنفرانسونو تالار، کمپیوټر لابراتوار، لمریزې برېښنا سیسټم، شین چاپېریال او نور اړین ملحقات لري.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغې ودانۍ په پرانیستلو سره به د ۷۰۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.