په میدان وردګ ولایت کې له تعلیمي مرکزونو سره څه د پاسه ۱.۴ مېلیونه افغانۍ مالي مرسته شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۳۶
212

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست راپور له مخې، د ښوونځیو شوراګانو (د ښوونځیو چارواکو، ښوونکو، د زده‌کوونکو والدینو، مشرانو او د سیمې اوسېدونکو) د روان لمریز کال په اوږدو کې له ښوونیزو مرکزونو سره ټولټال ۱مېلیون ۴۳۴ زره ۳۴۵ افغانیو په اندازه مالي مرسته کړې ده.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا، دغه مرسته د ترمیم، پاکو اوبو او نورو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو او د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو لپاره لګول شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د خلکو، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو له ملاتړ هرکلی او ستاینه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس، د ښوونې او روزنې معین او د یاد وزارت کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید له خوا، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

په یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۶
Background image

غزني ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د سپورټ لوبغالی جوړ شو

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند قلوچ عالي لېسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د فوټبال لوبغالی، پوهنې چارواکو او ځایي اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شو.

د سپورټ دغه لوبغالی، چې یوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د عمر فاروق (رضي الله عنه) د ښوونځي نوې ودانۍ د ۳۰۰ زره افغانیو په لومړي لګښت، د سیمه ییزو خلکو په مرسته، د پوهنې چارواکو، علماء‌کرامو او مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS