په کاپیسا ولایت کې عامو خلکو له پوهنې سره مرسته کړې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
5656

د کاپیسا ولایت په تعلیمي ادارو کې د زده‌کوونکو لپاره د ښوونیز کیفیت لاښه والي او د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو لپاره، د یاد ولایت یو شمېر علم پروره اشخاصو له ښوونیزو مرکزونو سره ۷۷ زره ۹۹۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د پوهنې چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، دغه مرسته د درسي خونو د ترمیم او رنګولو او د اوبو رسولو سیسټم فعالولو په څېر برخو کې لګول شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د تعلیمي سیسټم سره د خلکو له همکارۍ څخه مننه څرګنده او د پوهنیزنظام پیاوړتیا لپاره یې د خلکو د دوامداره ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۵
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له چارو څارنه وشوه 

د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم او د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محترم انجنیر میر احمد مصمم د فیروزکوه ښار اړوند سیداباد ښوونځي له رغنیزو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کندهار زون د محترمو علما‌‌ءکرامو یو ورځنۍ ازموینې په اړه خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني درجو او تخصصاتو لوی ریاست په پام کې لري، د هغو محترمو علماءکرامو ازموینه چې په کندهار زون کې یې نوم‌لیکنه کړې ده، د شنبې ورځ، په۱۰/۵/۱۴۴۷ نېټه واخلي.
په همدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له تعلیمي مرکزونو سره نږدې ۱۲ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست ویلي چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې په میاشت کې، د یاد ولایت اوسېدونکو په ټولیزه توګه ۱۱ مېلیونه ۸۷۵ زره ۵۵۰ افغانۍ تعلیمي ادارو ته ورکړې دي، چې په کې د دوه. . .

BACK TO NEWS