نبوي سیرت سیالي کې بلال احمد لومړی مقام خپل کړ!

نبوي سیرت سیالي چې د میدان وردګو د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري ۱۴۰۰ه ش/۳۰/۱۰مه ۱۰۰ لوستو ځوانانو ترمنځ شوې وه، د یاد شوي ریاست لخوا پورتنۍ نېټې سره سم ئې پایلې هم اعلان شوې، پدې پایلو کې بلال احمد د عبدالرقیب زوی د ۹۶ نمرو په خپلولو سره لومړی، احمدضیاء داختر محمد زوی ۹۳ نمرو په خپلولو سره دوهم، سهیل د نقیب الله زوی ۹۲ نمرو په خپلولو سره دریم مقام خپل کړ، د لومړي مقام ګټونکي ته اطلاعات او کلتور ریاست لخوا یو بایسکل ډالۍ شو، دوه تنه نورو ګټونکو ته هم ډالۍ ورکړل شوې، اطلاعات او کلتور رئیس قاري صاحب صفي الله رائد د نبوي سیرت سره د لوستو ځوانانو معرفت او په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دود کول د داسې سیالیو اصلي موخه وبلله، رائد زیاته کړه، چې په مرکز او ولسوالیو کې به د داسې سیالیو په موخه ځایونه ځانګړي کړي او هرو دوو میاشتو کې به د ولایت په کچه د لوستو ځوانانو ترمنځ نبوي سیرت سیالي وکړي.