له ولایتونو څخه د پوهنې ریاستونو لنډ خبرونه
![123](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-11_at_12.08.38_pm.jpeg)
سمنګان
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې پلاوي، د سمنګان ولایت له پوهنې رئیس مولوي نصرت الله فیضاني سره په کتنه کې، یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د مرکز او ولسواليو په ګډون د پوهنې رياست د اداري او تدريسي فعاليتونو څخه څارنه او کتنه و بلله.
د يو بل خبر له مخې:
د سمنګان ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه د پوهنې رئیس تر څارنې لاندې، د دولتي او خصوصي بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د همکارو بنسټونو مسئولینو، خپلې چارې وڅېړلې او د همغږۍ او تطبیق په موخه یې پر خپلو پلانونو خبرې وکړې.
ننګرهار
په تودو سیمو او ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د ننګرهار پوهنې ریاست د یاد ولایت لعلپورې ولسوالۍ د ښوونځیو پر زده کوونکو ۱۴۵۰۰ جلده درسي کتابونه و وېشل او ټاکل شوې، چې یاد پروګرام په ټولو ولسوالیو کې پلی کړي.
بغلان
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، محب الله محمدي د نهرین ولسوالۍ د پوهنې آمر په توګه معرفي کړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د یادې ولسوالۍ د پوهنې له نوي آمر سره په ورځنيو چارو کې مرسته او همکاري وکړي.
پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د ياد ریاست له آمرینو او مدېرانو سره ځانګړې غونډه وکړه.
نوموړي د ښوونیزو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د بحث ترڅنګ، د پوهنې وضعيت د لاښه والي، د قانوني کړنو، تبدیلۍ او ګمارنې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په پای کې د نویو کارکوونکو د ګمارنې او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.