له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونوته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۰:۳۷
123

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي په مزارشریف کې د افغان – ترک لیسې له مرستیال سید شهزاد حسیني سره وکتل او پر مهمو علمي مسایلو یې خبرې وکړې.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، د آزموینو په ترسره کولو، نصاب، د نویو زده کوونکو په ګمارنې، د فیسونو د ورکړې او نورو مسایلو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

پکتیا

د پکتيا ولايت د پوهنې رياست مسئولينو، ديني علماوو، زده کوونکو او د هغوى د کورنيو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سږ کال د کانکور آزموينې ممتاز زده کوونکي وستایل.
د پکتيا پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد او يو شمېر نورو ويناوالو بریالیو زده کوونکو ته مبارکي وويله او هغوی یې راتلونکو مسئولیتونو ته وهڅول.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د بګرامي ولسوالۍ اړوند دارالاېتام اداري او تدریسي چارې و ارزولې او د هغوی د څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه یې څارنه وکړه.

غزني

د غزني ولايت پوهنې رياست د پايلو او سندونو د مدېريت پنځه تنه موقتي کارکوونکي چې په رقابتي آزموينه کې بريالي پېژندل شوي وو، د یاد رياست د پوهنې رئیس له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې ریاست اړوندو کارکوونکو ته د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې په اړه یو ساعته درسي حلقه پیل کړه.
ویل کیږي، د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري به ګډون والو ته د تفسیر او ژباړې سندونه هم ووېشل شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پایلې اعلان شوې

د کابل ښار د ۳۳ ښوونځیو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له خوا د حبیبیې لېسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي فتر، د بشري سرچینو عمومي ریاست، د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د امنیتي کیمرو نصب او فعالولو لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب دارالعلوم نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ اړوند په تيپه ناوی کلي کې «دعارفيه دارالعلوم » ودانۍ جوړه او د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوه.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: ياد. . .

BACK TO NEWS