له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
![بازتاب چند خبر از ریاست های معارف ولایات](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-19_at_3.26.11_pm.jpeg)
کاپیسا
د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ د کاریزي په کلي کې د عبدالله بن زبیر (رضي الله عنه) مدرسه د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو او د سیمې د خلکو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
ياده ديني مدرسه ټول ټال ۷ بستونه لري چې له ډلې يې شپږ بستونه د استادانو لپاره ځانګړي شوي دي.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي د بصرام د نجونو له ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال، د ياد ښوونځي اداري او تدریسي اسنادو وارزول او د زده کوونکو د علمي وړتیاوو ستاینه يې وکړه.
نوموړي زده کوونکي د هېواد راتلونکي جوړونکي وبلل او هغوی يې زده کړو ته وهڅول.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار د عبدالوکيل لېسې د زده کوونکو درسي او ښوونيزې چارې وڅېړلې او د پوهنې د لا ښه والي په موخه يې اړونده مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پنجشېر
دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس د ياد ولايت رخه ولسوالۍ ته ولاړ او د يادې ولسوالۍ د هلکانو مرکزي لېسې او دجامع الانوار ديني مدرسې څخه يې ليدنه وکړه .
نوموړي له مسئولينو وغوښتل، تر څو د زده کوونکو د زده کړو کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي.
هرات
د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د ياد ولايت د صديقيه او جهادي مدارسو له څلور نيم مياشتنيو آزموينو څخه ليدنه او څارنه وکړه.
همدارنګه نوموړي د آزموينې پر روڼتيا او عادلانه ډول ترسره کېدو ټينګار وکړ.