په بغلان ولایت کې د یو باب مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۱۳
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، له بلخ ولایت څخه تر راستنېدو وروسته په بغلان ولایت کې دمحمدیه مدرسې د ودانۍ بیارغولو چارې پرانیستلې.

په دغو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د یو شمېر ادارو رئیسانو، علماوو او نورو سیمه ییزو مسئولینو هم حضور درلود.

د پوهنې وزارت سرپرست د يادې مدرسې د بيارغونې چارو پرانیستې پر مهال، په تعليمي ادارو کې د تدريس پر کيفيت ټينګار وکړ او له استادانو يې وغوښتل چې د هېواد بچیانو د زده کړې په برخه کې له دقت او پوره اخلاص څخه کار واخلي.

نوموړي د دغه سفر په دوام د یاد ولایت د شهید مولوي لعل محمد محمدي مدرسې او د مولوي محمد یونس مخلص له دارالاېتام څخه هم لیدنه وکړه او د همدغو ښوونیزو بنسټونو له مسئولینو او زده کوونکو سره یې له نیږدې وکتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۴۱
Background image

رسنیز بلنلیک

په پام کې ده، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور آزموینې ممتاز زده کوونکي د پوهنې وزارت د مشرتابه مقام له لوري، د افغانستان.ا.ا. د عالي رتبه مېلمنو په حضور کې وستایل شي.

وخت: د ۲۲/۱/۱۴۴۶ هـ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

په بغلان ولایت کې د یو باب مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد یو شمېر شمالي ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، له بلخ ولایت څخه تر راستنېدو وروسته په بغلان ولایت کې دمحمدیه مدرسې د ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۲:۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

له شنبې ۱۴۴۶/۱/١٤هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/١٩هجري قمري (د چنګاښ میاشتې له٣٠مې نېټې د زمري تر ٤مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS