د لوګر د پوهنې ۳۰ کارکوونکو ته د بایومیټریک کارولو روزنه ورکول کېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۳:۵
د لوګر د پوهنې ۳۰ کارکوونکو ته د بایومیټریک کارولو روزنه ورکول کېږي

د لوګر د پوهنې ریاست ۳۰ کارکوونکو ته د بایومیټریک سیسټم د زده کولو په موخه یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د نوموړي ورکشاپ د پیلېدو په غونډه کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، تدریسي مرستیالې مینې سادات، د دارالمعلمین رئیس انجنیر محمد اکبرستانکزي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون آمر اجمل څاروان برخه لرله. 
یاد ورکشاپ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له خوا پیل شوی، چې د نن ورځې تر پایه به دوام وکړي.
په دې ورکشاپ کې نوموړو کارکوونکو ته د بایومیټریک سیسټم د کارولو او د کارکوونکو د پېژندګلوي ډېټابیس جوړولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
د یادو کارکوونکو تر روزنې وروسته به د لوګر د پوهنې ریاست د ټولو کارکوونکو او ښوونکو د بایومیټریک کولو پروسه رسمآ پیل شي. 
د لوګر د پوهنې ریاست د خپل تشکیل له مخې ۴۴۷۵ کارکوونکي او ښوونکي لري، چې ۶۳۰ یې ښځینه کارکوونکې او ښوونکې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د ولایتونو د پوهنیزو کړنو په تړاو څو لنډ خبرونه

میدان وردګ

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ د میدان وردګ ولایت په چک، نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې، د ښوونځیو یو زره ۵۰۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ.

لغمان

د لغمان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له لوري، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند په حیدر کلي کې د «حیدر لېسې» د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

د ولایتونو ځینو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه

خوست

د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني، د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د پوهنې له يو شمېر مسئولينو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او له هغوى سره يې د هېواد بچيانو د. . .

BACK TO NEWS