پروان ولایت کې له ۳۰۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې د پروان ولایت پوهنې ریاست له ۳۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه آزموینه واخیسته.
یاده ازموینه د یوه ځانګړي څارنیز پلاوي تر نظر لاندې ترسره شوه او په پلان کې ده چې د پوښتنپاڼو تر ارزونې وروسته به دغه زدهکوونکي د دوی د تعلیمي کچې پراساس د همدغه ولایت د ښوونځیو له اووم تر دولسم ټولګیو کې شامل شي.