په لوګر ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱
awdas

د لوګر ولایت په مرکز او محمد اغه، خوښۍ، بره کي برک او خروار ولسوالیو کې د ۴۹بابه ښوونځیو بیارغونه په رسمي ډول د پوهنې چارواکو او عامو خلکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.

د یادو ښوونځیو بیارغونه د پوهنې وزارت سره د همکارې ادارې په مالي مرسته پیل شوې، چې شاوخوا ۳۶.۱۹ مېلیونه افغانۍ لګښت لري او تمه کېږي چې په څلورو میاشتو کې به بشپړه شي.

په دې پروژه کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او د هغوی د ټولو ملحقاتو اساسي بیارغونه او ترمیم، د درسي خونو جوړول، احاطوي دېوالونو رغونه، د لاس مینځلو ساحې، د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونو فعالول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا ۳۰ زره تنه زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شو.

د یادونې وړ ده چې د یو بل ښوونځي لپاره هم اداري تجهیزات او د درسي مېزونو- څوکیو چمتو کول په پلان کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

بامیان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۲ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیست او په پلان کې ده چې تر ازموینې وروسته وړ کسان مدارسو او ښوونځيو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د لوګر ولایت په مرکز او محمد اغه، خوښۍ، بره کي برک او خروار ولسوالیو کې د ۴۹بابه ښوونځیو بیارغونه په رسمي ډول د پوهنې چارواکو او عامو خلکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

د بدخشان ولایت یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو رغونه پیل شوه

د بدخشان ولایت د مرکز په څلورمه ناحیه کې د شهید نجیب الله عالي لېسې لپاره پنځه نوې درسي خونې د یو مېلیون ۲۲۴ زره افغانیو په لګښت د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړې او د یاد ولایت د پوهنې. . .

BACK TO NEWS