د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د فراه ولایت پوهنیز وضعیت وڅاره
دپوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعهخان سروري فراه ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د یاد ولایت د پوهنې له مسئولینو او اداري کارکوونکو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د اداري چارو ښه تنظیم، د همغږۍ زیاتوالي او د پوهنې وزارت د پالیسۍ په رڼا کې د اغېزمنو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه اغېزناکې خبرې وشوې.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د یاد ولایت د پوهنې ریاست مبلغ او دعوت او ارشاد مسئول محترم مولوي عصمت الله رهیق او مسئولینو په ملتیا د شیخ ابونصر فراهي او قسم ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د دغو ښوونځیو ډسپلین، د تدریس بهیر، ښوونیز چاپېریال، د زدهکوونکو سالمه روزنه او د اسلامي ارزښتونو پلي کېدل یې وارزول.
دغه راز نوموړي له ښوونکو او مسئولینو وغوښتل چې د پوهنې وزارت لارښوونې په بشپړ ډول عملي کړي، د تدریس کیفیت لوړ کړي، د زدهکوونکو فکري او اخلاقي روزنه لا پیاوړې کړي او د دعوت او ارشاد پروګرامونه پرلهپسې په بشپړه توګه تطبیق کړي.
