د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار جوزجان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۷
fghcv

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم سید غیاث الدین آغا په یوه کاري سفر جوزجان ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو له آمرینو او کتابتونونو له مدیرانو سره یې وکتل او د کتابتونونو د وضعیت، د موجوده کتابونو د محتوا او د پوهنې وزارت د پالیسیو پلي کولو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې، د پوهنې رئیس د یاد پلاوي د هرکلي په ترڅ کې زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د لوړ پوړي سلاکار سفر د همدغه ولایت د ښوونځیو د کتابتونونو د ارزونې لپاره ترسره شوی او ټول اړوند چارواکي مکلف دي چې په دې برخه کې اړینې همکارۍ وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم پلاوي په خپله وینا کې وویل چې په تېرو وختونو کې ځینې غلط کتابونه او نصابونه د زده‌کوونکو د فکري انحراف او غیر سالمې روزنې لامل شوي وو؛ نو د محترم مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، پرېکړه وشوه چې د ملک  ټول کتابتونونه وڅېړل شي او له کتابتونونو څخه هغه نامطلوب کتابونه راټول شي کوم چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو لپاره سیمینارونه جوړ شول

پوهنې وزارت لخوا، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د نورستان، پکتیا، فاریاب، خوست، دایکنډي او یو شمېر نورو ولایتونو کې د صنفي اصولو له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو مسلکي مهارتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار له بلخ ولایت څخه لیدنه وکړه 

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاث‌الدین آغا د یو شمېر کلتوري چارو تطبیق په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مفتي محمد شریف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار اوسېدونکو لخوا د ۱۹ زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت، یو پایه پرنټر د رباط کډوالو عالي لېسې ته وپېرل شو.

غزني
د غزني ولایت د ۹ ولسوالیو د ښوونځيو د ژمنیو. . .

BACK TO NEWS