د ارزگان د پوهنې ریاست د څلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
پوهنې وزارت ـ ارزګان : د ارزگان ولایت د پوهنې ریاست د ۱۸ خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له۸۰ کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه جوړه شوي وه ، دپوهني رییس میرزا محمد سالارزی، د پوهني ریاست یو شمیر منسوبینو، د اصلاحات اداری کمسیون آمر او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.
دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر ۸۰ تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له از موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به ۱۸ تنه دبریالیتوب په صورت کي په څلورم بستونو کې په ډندو وګمارل شي.
دیاد ونۍ وړ ده، چې دروان کال له شروع تر اوسه پورې په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر کسان په دنډوګمارل شویدي.
