د محرم الحرام او عاشورا په مناسبت د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي پیغام

عاشورا د ظلم او بې عدالتۍ پروړاندې د انسانیت، آزادۍ او بریا ښوونځی ده.
هغه میاشت چې حسین ابن علي (ع) او د هغه ۷۲ نور ملګري د ظلم او بې عدالتۍ پرضد یي غږ راپورته کړ، ترڅو انساني نسل او بشریت ته و پوهوي چې د ظلم او بې عدالتۍ لپاره ودریږي.
د پوهنې د کورنۍ په استازیتوب، د کربلا د شهید (امام حسین ع) او د هغه د ملګرو شهادت، د حق او باطل لپاره د مبارزې د لارې ټولو ریښتیني پیروانو ته خپله غمرازي او تسلیت وړاندې کوم.
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته او نوماند وزیره