غزني ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د ارزونې ښوونیز ورکشاپ جوړشو
پوهنې وزارت، غزني: د غزني د پوهنې ریاست اړوند آمرینو او مدیرانو ته د ارزونې د نوي میتود د زده کړې په پار ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.
د یاد ورکشاپ په پیل کې ، د غزني د پوهنې ریاست اداري مرستیال د موضوع په اړوند خبرې وکړې زیاته یې کړه: ارزونه په عمومي ډول د ملکي خدمتونو کارکوونکو د مکافاتو او مجازاتو لپاره خورا مهم او اړین اصل دی ، که چیرې ریښتینې ارزونه ترسره شي، نو ښه کاري دفتر به رامینځته شي، چې مراجعینو ته به ښه خدمات وړاندې کوي.
په یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د آمرینو او عمومي مدیرانو ته په نوي ډول د ارزونې څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کیږي.
د دې ورکشاپ په دوام کې به د دغه ولایت د پوهنې ریاست ټول چارواکي په منظم ډول او د مهال ویش پر اساس وروزل شي.
