د پوهنې وزارت سرپرست د ترکیې هیواد له سفیر سره وکتل
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرست محترم نورالله منیر، ښاغلي جیهاد ارګینآی، د ترکیې هیواد سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د ترکیي سفیر ښاغلي ارګین آی ته ښه راغلاست ووایه او دواړو لورو په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو بیا پرانستل، د ښوونې او روزنې سیسټم پیاوړتیا، د بورسونو برابرول، د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې زده کونکو ته د باکیفیته تعلیمي خدماتو چمتو کول او د ښوونې او روزنې په برخه کې د نورو اداري مسایلو په تړاو خبرې اترې وکړې.
وروسته ښاغلي ارګین آی د پوهنې او روزنې برخه کې د ترکیې هیواد د مرستو د دوام په تړاو ډاډ ورکړ او د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو جوړولو او ودانولو په اړه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې له نظام څخه به په کلکه ملاتړ وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ترکیې د هیواد د همکارۍ څخه مننه وکړه او د هیواد پرمختګ کې یې د تعلیم رول مهم وباله.
هغه زیاته کړه باکیفیته تعلیمي خدمتونو ته متوازن لاسرسی د پوهنې وزارت له اصلي موخو څخه شمېرل کیږي او د ترکیې هیواد کولی شي دې برخه کې، او ترڅنګ یې افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسیو په ورکولو کې د افغانستان د معارف لاس نیوی وکړي.
