دبغلان پوهنې ریاست داسلامي زده کړو مرستيال له پلخمري دارالعلوم څخه ليدنه وکړه

دبغلان ولايت داسلامي زده کړو معين مولوي عبدالرقيب حقاني دڅارنې له غړو سره يوځاى دپلخمري له دارالعلوم څخه چې نارينه او ښځينه زده کوونکو ته پکی په دوه جلا جلا وختونو کې زده کړې ورکول کيږي ليدنه وکړه .
په دې لینده کې نوموړي د ازموینو د بهیر څخه له نیژدی څارنه وکړه او یاده یی کړه، چې ازموینې باید په شفاف ډول ترسره او ارزیابي شي.
همدارنګه د پوهنې ریاست مرستیال د هېواد د ټولو بچیانو لپاره د تعلیمي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او ترڅنګ د یاد دارالعلوم د محصلینو او استادانو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.