د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست معین د افغانستان لپاره دیونیسف له تعلیمي مسئولې سره وکتل
د دوشنبې په ورځ (۶/۷/۱۴۴۳هـ ق-۱۶/۱۱/۱۴۰۰هـ ش ) له غرمې مخکې د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یاد وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» صاحب د افغانستان لپاره د یونیسف له تعلیمي مسئولې اغلې(Jeanette Vogelaar) او د سیمه ایزو درسي ټولګیو له مسئولې اغلې (Barno Mukhamadieva) سره وکتل.
په دې ملاقات کې چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس عزیزاحمد«ریان»، د نړیوالو اړیکو او تمویلوونکو د چارو رئیس استاد وحیدالله «هاشمي» صاحب هم حضور درلود، په هیواد کې د سیمه ایزو درسي ټولګیو(CBE) د پراختیا او شمیرد زیاتوالي په هکله تفصیلي بحث وشو.
په دې ملاقات کې د پوهنې وزارت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق«صادق» صاحب لومړی راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې اسلامي امارت د سیمه ایزو درسي ټولګیو په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو دی او د یونیسف د یادو تعلیمي خدمتونو تقدیر،ستاینه او مننه کوي.
وروسته د افغانستان لپاره د یونسیف تعلیمي مسئولې اغلې(Jeanette Vogelaar) د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه، چې مونږ اراده لرو ترڅو په راتلونکي کال کې د سیمه ایزو درسي ټولګیو شمیر زیات کړو او په دې برخه کې په پوره جدیت سره کارکوو او د پوهنې وزارت هم باید په دې برخه کې له مونږ سره بشپړه همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د یونیسف د سیمه ایزو ټولګیو مسئولې اغلې(Barno Mukhamadieva) د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل،چې مونږ اوس مهال په افغانستان کې(۸۰۰۰) سیمه ایز ټولګي لرو او په راتلونکي تعلیمي کال کې غواړو چې (۵۸۵۰) نور ټولګي هم تاسیس کړو .
د مجلس په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست معین صاحب څرګنده کړه، چې د یونسیف او نورو خیریه بنسټونو ټول تعلیمي پروګرامونه باید له پوهنې وزارت سره په بشپړه هم غږي کې تطبیق شي، ترڅو په دې برخه کې د ددواړو لوریو ترمنځ د متقابلې همکاري فضاء رامنځ ته شي او ددغو پروګرامونو مؤثریت نور هم زیات شي.
د ملاقات په پای کې پرېکړه وشوه، چې د سیمه ایزو ټولګیو د تعلیمي پروګرامونو د لا ښه تطبیق او پراختیا لپاره به په راتلونکي کې د دواړه لوریو ملاقاتونه او لیدنې کتنې دوام ولري.
