په فارياب ولايت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو
د فاریاب ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د یاد ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې یو باب ښوونځی، د پوهنې ریاست مسئولینو او علماوو په حضور کې پرانیست.
د ياد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى ۶ درسي ټولګي، دوه اداري خونې له ټولو ضروري ملحقاتو سره لري، چې د پوهنې د ملاتړ ادارې له خوا د ١٦ مېلیونه ٤٠٠ زره افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
همدارنګه د پوهنې رئیس وویل: په راتلونکو ورځو کې به د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۸ بابه نویو ښوونځیو د بنسټ ډبرې کېښودل شي.
د سیمې اوسېدونکو په خپله سیمه کې د همدغه ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.
