د یو شمېر ولایتونو پوهنې آمرینو ته ۴ ورځنی علمي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
Sat, Feb 15 2025 3:35 PM
154

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست له لوري د خوست، پنجشېر، لوګر، کونړ، غزني، فراه، میدان وردګ، زابل او پروان ولایتونو د پوهنې آمرینو رهبري او مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه علمي سیمینار، د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، مسئولینو او علماء کرامو په حضور کې جوړ شو.

په پیل کې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي لوړ پوړو مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد سیمینار د بنسټیزو موخو او اهمیت په تړاو تفصیلي ویناء وکړه او ویې ویل چې په یاد سیمینار کې به د یو شمېر ولایتونو ۱۰۶ تنو پوهنې آمرینو ته د میتودیکي او رهبري وړتیاوو لوړولو په تړاو معلومات ارایه شي.

ورپسې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین، دغه ډول سیمینارونه د پوهنې منسوبینو لپاره خورا اغېزناک وبلل او له ګډون والو یې وغوښتل چې د یادو علمي پروګرامونو له منځپانګې اعظمي ګټه پورته کړي.

همدارنګه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین په هېواد کې روان سرتاسري امنیت ته په اشارې سره وویل: اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په بشپړ امنیت او ډاډ سره خپلې دندې په آرامه فضا کې ترسره کړو.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې پوهنې وزارت د راتلونکو نسلونو د باکیفیته ښوونې او روزنې برخه کې شپه ورځ هڅې کوي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، اوسمهال د یاد وزارت مشرتابه د پوهنیز کیفیت لالوړوالي برخه کې خورا زیاتې هلې ځلې کړې، چې د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا لپاره د ټول هېواد په ولسوالیو کې د علمي غړو ګمارل، د مرکز په شمول د ټولو لیرې پرتو سیمو د تشکیلاتو متوازن وېش او لاپراخوالی یې د نمونې په توګه یادولی شو.

دغه راز يو شمېر نورو مسئولینو هم د علمي سیمینارونو د ګټو په اړه آمرینو ته اغېزناکې ویناوې وکړې او هغوی یې خپلو اساسي موخو ته متوجې کړل.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS