د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس په رسمي سفر پکتیا ولایت ته ورسېد

media-moe
Wed, Jun 18 2025 2:47 PM
25

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم «عمري» پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم «فاروقي» سره وکتل او د خپل کاري پلان اړوند مسایلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې، د مسلکي پراختیا رئیس وویل: "لومړی به موږ یوه لومړنۍ سروې ترسره کړو او د هغې پر بنسټ به د صنفي اصولو د ټولګیو ښوونکو ارزونه وکړو. د سیمینار له ترسره کولو وروسته به دویمه ارزونه ترسره شي، تر څو معلومه شي، چې سیمینار د دوی د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې څومره اغېزمن و."

ورپسې د پکتیا پوهنې رئیس له پلاوي څخه د هرکلي پرمهال وویل: "هغه سیمینارونه چې په تېرو وختونو کې ترسره شوي یوڅه مثبتې پایلې یې لرلې دي؛ مګر موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې همدغه سیمینار به غوره او ډېرې اغېزمنې پایلې له ځان سره ولري."

په پلان کې ده چې د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ او د یوې تعلیمي همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د ۵۰۰ تنو ښوونکو، ۱۱۵ تنو آمرینو او د ښوونځیو د شوراګانو ۵۰۰ تنو غړو لپاره یو سیمینار جوړ کړي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS