د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

media-moe
Sat, Jun 21 2025 3:23 PM
125

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار ترسره کړ؛ چې تر څلورو ورځو وروسته پای ته ورسېد.

د یاد سیمینار د پای مراسمو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د سپورټي څانګو رئیسانو او چارواکو، د کابل ښار د ښوونځیو سپورټي ښوونکو او د سپورټ یو شمېر مینه‌والو حضور درلود.

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس محترم مفتي محمد یوسف ثاقب، د یادو پروګرامونو څخه د خپل ملاتړ اعلانولو پرمهال وویل: د دې سیمینار د جوړولو موخه، د بدني روزنې له نویو قوانینو اومهارتونو سره د ښوونکو او زده‌کوونکو آشنا کول دي.

د کابل ښار ښوونځيو د سپورټ استادانو او ګډون‌والو د خپلو وړاندیزونو او ستونزو وړاندې کولو سربېره، د داسې پروګرامونو ترسره کولو هرکلی وکړ او هغه یې د زده‌کوونکو او ځوانو لوبغاړو د سپورټي قوانینو په اړه د پوهاوي په لوړولو کې اغېزمن وګڼل.

د مراسمو په پای کې د مسئولینو له لوري، ګډون‌والو ته تصدیق پاڼې او سپورټي ډالۍ لکه؛ جمپرونه، کرمچ بوټونه او د سپورټ کڅوړې ووېشل شوې.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS