د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
Sat, Jun 21 2025 3:30 PM
21

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.

په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ، د اسلامي اصولو او افغاني دودونو په رڼا کې د ښوونځیو د ځانګړي یونیفورم پلي کېدو په تړاو سپارښتنې وشوې.

همدارنګه د پورته ذکر شویو ښوونځیو آمرینو او ښوونکو له یادو سپارښتنو تود هرکلی وکړ او دا یې د خپلو زده‌کوونکو سالمې ښوونې- روزنې، نظم او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او مثبت ګام وباله.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ددیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه ده.

دغه راز له ولایتونو او د کابل ښار له پوهنې ریاستونو څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته ددعوت ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS