د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د مدارسو او ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
Mon, Jul 07 2025 3:44 PM
dd

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې نن (۱۶/۰۴/۱۴۰۴ نېټه)، د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د مدارسو او ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې په مرکز او ذکر شویو ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو د مسئولینو او ښوونیزې څارنې استازیو په حضور کې پیل شوې.

د مرکز او د هېواد د سړو ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د پورته ذکر شویو ازموینو د پیل په مراسمو کې د پوهنې ریاستونو چارواکو، استادانو او ښوونکو ته په ازموینه کې د عدالت او بشپړې روڼتیا د تامین په خاطر ویناوې وکړې او له زده‌کونکو څخه یې وغوښتل چې نظم او ډسپلین ته په پاملرنې سربېره د ازموینو لپاره په بشپړ چمتووالی سره خپلو ټولګیو ته حاضر شي.

هغوی زده کونکو ته یادونه وکړه: تاسو باید درسونه یوازې د نمرې ترلاسه کولو لپاره ونه لولئ، بلکې لوړو موخو ته په رسېدلو او د خپلې پوهې کچې لوړولو په هدف سره په خپلو زده‌کړو کې شپه ورځ هڅې وکړئ؛ ترڅو په دې اساس تاسو په راتلونکي کې د پوهې لوړې کچې ته ورسېږئ.

د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو ولایتونو د پوهنې ریاستونو له پلان سره سم باید چارواکي په دوامداره توګه د ازموینو جریان وڅاري.

Latest news

Sat, Jun 28 2025 3:31 PM
Background image

Online Conference of the Acting Minister of Education with Provincial Education Directors Focused on the Benefits of the “BRID” System

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of Education, in the presence of several central directors of the Ministry, praised the establishment of the “BRID” system. . .

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

BACK TO NEWS