د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د مدارسو او ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۴۴
dd

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې نن (۱۶/۰۴/۱۴۰۴ نېټه)، د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د مدارسو او ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې په مرکز او ذکر شویو ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو د مسئولینو او ښوونیزې څارنې استازیو په حضور کې پیل شوې.

د مرکز او د هېواد د سړو ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د پورته ذکر شویو ازموینو د پیل په مراسمو کې د پوهنې ریاستونو چارواکو، استادانو او ښوونکو ته په ازموینه کې د عدالت او بشپړې روڼتیا د تامین په خاطر ویناوې وکړې او له زده‌کونکو څخه یې وغوښتل چې نظم او ډسپلین ته په پاملرنې سربېره د ازموینو لپاره په بشپړ چمتووالی سره خپلو ټولګیو ته حاضر شي.

هغوی زده کونکو ته یادونه وکړه: تاسو باید درسونه یوازې د نمرې ترلاسه کولو لپاره ونه لولئ، بلکې لوړو موخو ته په رسېدلو او د خپلې پوهې کچې لوړولو په هدف سره په خپلو زده‌کړو کې شپه ورځ هڅې وکړئ؛ ترڅو په دې اساس تاسو په راتلونکي کې د پوهې لوړې کچې ته ورسېږئ.

د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو ولایتونو د پوهنې ریاستونو له پلان سره سم باید چارواکي په دوامداره توګه د ازموینو جریان وڅاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

د هرات ولایت پوهنې ریاست او د یو علمي بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ، د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۱ تو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو یو ورځنی سیمینار ترسره شو.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د اساسي او ثانوی زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د زده‌کوونکو څارندو لباس لپاره د۱۰ قلمه اړینو توکیو او ۵۰۰ جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۲
Background image

د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

په ټولنه کې د سواد کچې لوړولو او د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ کړ. . .

BACK TO NEWS