د نشهيي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زدهکړې څانګې غړی دی.
د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې عضویت لري، چې په ګډه او بشپړه همغږۍ سره د نورو ستونزو د حل او د نشهيي توکو روږدو کسانو ته د سواد زدهکړې په برخه کې فعالیتونه کوي.
د یادې کمېټې په وروستۍ غونډه کې، د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې ریاست استازي د اړوندې څانګې فعالیتونه توزېع کړل، چې پر بنسټ یې د ۳۵ مسلکي ښوونکو په مرسته د ۱۲ روغتیايي مرکزونو څخه په ۱۰ کې د ۲۱۲۰ روږدو کسانو لپاره د سواد زدهکړې ۵۸ ټولګي فعال شوي دي او تر اوسه پورې په دې کورسونو کې د سواد زده کوونکو ته ۱۳۰۰۰ ټوکه درسي کتابونه، ۵۰۰۰ کتابچې، قلمونه او نور اړین تعلیمي مواد وېشل شوي دي.