هرات ته د پوهنې وزير سفر پينځم ريپوټ
ډاكټر بلخي د هرات ولايت د غياثيه عالي دارالعلوم څخه د ليدنې پر مهال په هيواد كې پر ديني زده كړو ټينګار وكړ.
پوهنې وزارت – هرات: د پوهنې وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي هرات ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې د دې ولايت د غياثيه عالي دارالعلوم څخه ليدنه وكړه او په هيواد كې يې د عصري علومو ترڅنګ پر دينې زده كړو ټينګار وكړ.
د پوهنې وزير د ياد دارالعلوم له محصلينو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په هيواد كې د عصري علومو ترڅنګ د دينې علومو د زده كړو پرمختګ او ښه والى د پوهنې وزارت په كاري لومړيتوبونو كې ځاى لري.
د پوهنې وزير هيله څرګنده كړه چې په افغانستان كې ديني زده كړو ته پاملرنه به دغه هيواد ته لوى وياړ ورپه برخه كړي.
په ليدنه كې د دغه دارالعلوم محصلينو د پوهنې وزير ته د خپلو ستونزو او مشكلاتو په اړه يادونه وكړه او ښاغلي بلخي دوى ته د ستونزو د حل په برخه كې ژمنه وركړه.
د يادونې وړ ده چې په نوموړي دارالعلوم كې د هرات، غور، فراه، فارياب او بادغيس ولايتونو څخه ۱۲ زره محصلين په زده كړو بوخت دي.
