پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده.
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه جوړ شوي، چې اوسمهال د مدرسې طلابو لخوا کارول کېږي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، د دغې سیمې له علمدوستو خلکو مننه وکړه او له نورو شتمنو او خیریه خلکو یې هم غوښتنه وکړه، چې د پوهني ودې او پرمختګ په موخه له ښوونځيو او مدارسو سره مرسته وکړي.
همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د همدې سیمې یو بل خیریه شخص هم د یادې مدرسې طلابو لپاره ۳۰ جوړې کالي برابر کړي دي.
