د لوګر ولایت یو باب ښوونځي ته د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت تخنیکي وسایل ورکړل شول
د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د یاد ولایت ازرې ولسوالۍ اړوند منګلو عالي لېسې ته د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت ۱۰ پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه او یو رنګه پرنټر ورکړل شول.
دغه مرسته د ارزې ولسوالۍ د یو تن علمي شخص محترم حاجي احمدالله داودزي لخوا ترسره شوه، چې د پوهنې چارواکو لخوا یې تود هرکلی وشو.
