هرات ولایت کې د مدارسو مسئولینو لپاره د اداري او تدریسي کتابونو لارښوونې او توضیح کولو ورکشاپ جوړ شو
د هرات ولایت پوهنې ریاست، د یو همکار خیریه بنسټ په ملاتړ، د هرات ښار اړوندو دیني مدارسو ۷۰ تنو مسئولینو لپاره "د اداري او تدریسي کتابونو لارښود او توضیح" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
د هرات پوهنې ریاست د اسلامي زدهکړو آمر محترم مولوي اخترمحمد اکبري وویل چې، د دغه پروګرام ترسره کولو اساسي موخه په اداري او تدریسي څانګو کې د مدارسو د چارواکو پوهاوي کچې لوړول دي.
نوموړي د داسې ورکشاپونو پر دوام ټینګار وکړ او د دیني مدارسو د تعلیمي او اداري سیسټم کیفیت ښه کولو لپاره یې یو اغېزمن ګام وباله.
