د پوهنې وزارت د تشکیلاتو محترم رئیس په کاري سفر ننګرهار ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او د پوهنې له آمرینو سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د ننګرهار ولایت پوهنې محترم رئیس د ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او د پوهنې ریاست له لوري یې د پلاوي د موخو پلي کېدو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت پلاوي د یاد ولایت د پوهنې ریاست له فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د مطرح شوو موضوعاتو د څېړنې او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې یې ډاډ څرګند کړ.
همداراز یې وویل چې د اړوندو ادارو د تشکیلاتي بهیر پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل لپاره باید لازمې همغږۍ او همکارۍ موجودې وي.
