د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ
د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زدهکړو کیفیت ښهوالي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زدهکړې او تدریس ترویج» تر سرليک لاندې د روزنیز ورکشاپ څلورم پړاو د یاد ولایت د ورس ولسوالۍ ۶۶ تنو ښوونکو لپاره پیل شو.
دغه روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست د پلان له مخې او د یوې خیریه ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې د ۱۲ ورځو لپاره دوام وکړي.
