په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي
د غزني ولایت قرهباغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ په درې جریبه ځمکه کې جوړېږي.
د پلان له مخې، د مدرسې دغه ودانۍ به ۸ درسي ټولګي او یو اداري خونه ولري او د جوړېدو ټول لګښت یې شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
