د پوهنې وزارت احصائیې رئیس پکتیکا ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, May 04 2026 3:46 PM
5454

د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس محترم مولوي بسم‌الله نعماني په مشرۍ پلاوي د اړینو احصائیوي معلوماتو ارزونې او راټولولو په موخه، پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد سره وکتل.
په یاده لیدنه کې پلاوي د خپل سفر موخه د تعلیمي وضعیت په اړه د دقیقو معلوماتو راټولول، د احصائیو د کره والي ارزونه او د راتلونکو تعلیمي پلانونو لپاره د یو دقیق بنسټ برابرول وبلل.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د احصائیوي سیسټم پر پیاوړتیا، د معلوماتو راټولولو په بهیر کې پر روڼتیا او د تعلیمي چارو لا ښه والي لپاره د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS