په ننګرهار ولایت کې د کډوالو ماشومانو لپاره د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې معلومولو په موخه، د روان کال په پنځم او شپږم پړاو کې د ۱۱۳۰ ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، له دغې ډلې څخه ۶۳۰ تنه ماشومان د جلالآباد ښار اړوند او پاتې نور د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي، چې له تعلیمي سویې تر تثبیت وروسته به د زده کړو د دوام لپاره د ولایت په ښوونځیو کې شامل کړل شي.
