رسنیزبلنلیک
(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)
د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره د ۲۱۰۴ تنو غوښتونکو رقابتي ازموینه د پوهنې وزارت د مسوولینو په حضور کې په هممهاله توګه په دوو ځایونو کې اخلي.
نېټه او وخت: ۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هجري قمري (د ۱۴۰۵ ل. کال د غبرګولي/ جوزا ۲۰مه)، د سهار ۹:۰۰ بجې؛
لومړی ځای: کابل ښار، ده افغانان، زرنګار پارک ترڅنګ، د عبدالرحمن جامع جومات؛
دویم ځای: کابل ولایت، شکردره ولسوالي، د قلعه مرادبېک لېسه؛
له تاسو درنو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې زمونږ سره همکاري وکړئ.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
