د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والي، د ښوونیزو پروګرامونو پلي کېدو او د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رئیس د پنجشېر د پوهنې ریاست له پلاوي سره یوځای د یاد ولایت په مرکز کې د بي بي حوا او بي بي آمنې له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د درسي پلانونو د پلي کېدو، د حفظالصحې پروګرامونو او د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو زدهکوونکو ته د اوسپنې او فولیک اسید ګولیو د وېش بهیر وڅاره.
