په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زدهکوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو
په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زدهکوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د کتابونو بکسونه، درسي توکي او د حفظالصحې (پاکۍ) مواد شامل دي، چې د پوهنې يوه همکار بنسټ لخوا برابر شوي دي.
د دغو مرستو د وېش لړۍ د ترینکوټ ښار او د اروزګان ولایت په ولسوالیو کې ښوونځیو ته پیل شوې ده.
