د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس مفتي محمد حسن حقاني په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي عبدالله رحماني او د پوهنې ریاست د پروګرامونو له آمرینو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د پوهنې وزارت پلاوي د ښوونیزو ادارو ترمنځ د منظمې همغږۍ رامنځته کولو، د اسلامي امارت د اصولو رعایتولو او په دغه ولایت کې د پوهنې د تعلیمي او اداري وضعیت اړوندو مهمو موضوعاتو ټینګار وکړ.
همدارنګه، یاد پلاوي د پوهنې له همکارو بنسټونو څخه د تمویل شویو پروژو د چارو له بهیر څخه هم څارنه وکړه.
