د هرات ولایت په دوه بابه ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې
د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند په شهزاده قاسم ښوونځي او خاتمالانبیاء دیني مدرسه کې د څښاک پاکو اوبو دوه حلقې څاګان د یوې خیریه ادارې له لوري د ۲۹۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت وکېندل شول او د لمریز سیسټم په نصب سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د دغو پروژو د بشپړېدو پر مهال د مرستندویې خیریه ادارې له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې د پورته ذکر شویو پروژو په بشپړېدو سره په یادو دواړو ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه هواره شوه.
