د پوهنې وزارت په نوښت د کابل ښار او ولایت د دیني مدارسو له مسٸولینو سره مشورتي غونډه ترسره شوه
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په غونډو تالار کې د کابل ښار او ولایت اړوند د دیني مدارسو د مهتممینو او مسٸولینو ترمنځ مشورتي غونډه، د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي، یو شمېر مرکزي رئیسانو او علماء کرامو په ګډون جوړه شوه.
غونډه د پوهنې وزارت د مقام د دفتر د لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، په وینا پیل شوه.
نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د علم، پوهې او تدریس په ډګر کې د مشورو او نظریاتو د تبادلې پر ارزښت او اغېز خبرې وکړې او له حاضرو علماءکرامو یې وغوښتل، ترڅو د هېواد د ښوونیز او روزنیز نظام د لا پیاوړتیا او استحکام په موخه خپلې رغنده او ارزښتناکې مشورې شریکې کړي.
ورپسې د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، د خپلې علمي وینا پر مهال د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل:"د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د ملک په کچه د علمي بنسټونو معیاري کېدو او پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي". نوموړي د دیني مدارسو له مهتممینو او علماءکرامو وغوښتل، چې د سپېڅلې دندې او مسٸولیت د ادا کولو ترڅنګ، خپلې ارزښتناکې مشورې او وړاندیزونه هم له وزارت سره شریک کړي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین، محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د دیني مدارسو د تنظیم، معیاري کولو او علمي پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: «د الله تعالی په فضل، نن موږ د داسې نظام تر چتر لاندې فعالیت کوو، چې د علمي او تعلیمي بنسټونو د معیارونو پوره کول یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.»
هغه زیاته کړه:" په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې ۲۲ زره او ۸۷۵ بابه تعلیمي بنسټونه تاسيس او د دغو بنسټونو لپاره یو لک تشکیلات هم منظور شوي، واحد نصاب چمتو او د ۵ زره کلیوالي مدارسو سربېره، د ټولو ولایتونو او ولسوالیو په کچه د لیلیه مدارسو د رامنځته کېدو ترڅنګ، د دارالحفاظونو او دارالعلومونو د جوړېدو چارې هم عملي شوې دي، چې د پوهنیز نظام د پراختیا او پیاوړتیا څرګندې بېلګې بلل کېږي.
د غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د استادانو او مهتممینو پر دندو او مسٸولیتونو خبرې وکړې او د زدهکوونکو پر عقیدوي، اخلاقي او باطني روزنې یې ځانګړی ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې د سالمې او اغېزمنې روزنې بنسټ د استادانو پر اخلاص، تعهد او مسٸولیتپالنې ولاړ دی او زیاته یې کړه چې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره د ځوان نسل عقیدوي او معنوي روزنه بنسټیز اهمیت لري٠
دغه راز د پوهنې وزارت مالي او اداري معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل په مدارسو کې د اصولو او ضوابطو د پلي کېدو پر اهميت خبرې وکړې او د يادو اصولو تطبيق يې د هراړخيز نظم پر رامنځته کېدو کې خورا مهم وباله٠
د غونډې په پای کې یو شمېر نورو علماء کرامو او مسٸولینو هم د موضوع په تړاو خپلې عالمانه ویناوې او نظریات وړاندې کړل او د پوهنې له منسوبینو سره یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
غونډه په دعاٸيې سره پاى ته ورسېده٠
