غزني ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو بنسټ کېښودل شو
د غزني ښار اړوند حیدرآباد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت کېښودل شوه، چې د جوړولو ټول لګښت یې د یادې سیمې د علمپرور شخصیت محترم جواد رسولي له لوري ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې د اړینو او جانبي تاسیساتو ترڅنګ به ۲۴ درسي ټولګي او ۲ اداري خونې ولري.
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به لسګونو زدهکوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د تعلیمي نظام د ملاتړ په برخه کې د خلکو له همکارۍ او مرستو څخه د مننې او قدردانۍ څرګندونه کوي.
