د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټیم علمي غړو د ۳۵۴ خالي بستونو ګډې ازموینې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
څه موده وړاندې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټیم علمي غړو د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو اړوند د ۳۵۴ خالي بستونو شارټ لېسټ اعلان شوی و.
له همدې امله ټولو شرایطو پوره کوونکو نوماندانو ته په درناوي خبر ورکول کېږي، چې یاده ازموینه سبا چهارشنبه د ۱۴۰۵/۵/۱۴ هـ.ش نېټه، چې د ۱۴۴۸/۲/۲۱ هـ.ق سره برابره ده، د سهار په ۹:۰۰ بجو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست په ودانۍ کې، چې د کابل ښار د کارته څلور سیمې، د لوړو زده کړو وزارت مخې ته موقعیت لري، اخیستل کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
