په ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶ ق کلونو اړوندو کلنيو ازموینو کې د مشروطو فضلاءکرامو ضمني ازموینې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

Amiri-admin
Thu, Aug 27 2026 12:32 PM

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

په ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶ ق کلونو اړوندو کلنيو ازموینو کې د مشروطو فضلاءکرامو ضمني ازموینې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

هغه فضلاءکرامو ته چې د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶ ه ق کلونو په عالیه او عالميه ازموینو کې مشروط  بریالي شوي او نومونه یې د لېنک په ذکر شویو لېستونو کې موجود دي، خبر ورکول کېږي، چې له لاندې مهالوېش سره سم د خپل ولایت اړوند زون په امارتي پوهنتون کې د مشروط مضمون ضمني ازموینه ورکړي.
د بایومټریک او کارتونو وېش نېټه: ۱۴۴۸ /۳/ ۱۶-۱۷،(۱۴۰۵ /۶/ ۸-۹ ل کال)، یکشنبې او دوشنبې ورخ؛
یادونې:
۱- په ازموینه کې ګډون لازمي دی او غیرحاضر کسان د ازموینې لپاره په انفرادي ډول ګډون نشي کولای.
۲- فضلاءکرامو ته د شمولیت کارت او  له بایومیټریک پرته د ګډون اجازه نه ورکول کېږی.
۳- فضلاءکرامو څخه هیله کېږي چې د بایومیټریک، شمولیت کارت ترلاسه کولو او ازمینې پرمهال اصلي پېژندپانه له ځان سره ولري.
۴- د هلمند ولایت فضلاءکرام دې د هماغه ولایت د امام احمد رحمه الله دیني جامعې ته مراجعه وکړی.
۵- هغه فضلاءکرام چې په دارالهجرت کې یې د ۱۴۴۷ ه ق کال کلنی ازموینه ورکړې او په پایلو کې مشروط اعلان شوي وو، د ضمني ازموینې لپاره د هر زون پوهنتون ته چې رسیدګي کولای شي، مراجعه وکړٸ.
 

Documents

مراجعه نمایند